افغانستان ولسي جرګې نن وزيرانو ته د تاييد رايو ورکولو په لړ کې د لوړو زده کړو کانديدوزير ډاکټر محمد هاشم عصمت الهي رد کړ او ويې نه شو کړی دغه پوست ترلاسه کړي.
د ولسي جرګې ۲۲۴ وکيلانو رايه واچوله،چې د لوړو زده کړو وزير د ۱۰۰ رايو په ترلاسه کولو سره ونه کړی شو د لوړو زده کړو وزير شي. د نوموړي په رايو کې ۱۲ سپينې ، ۲ باطلې او دوه رايې بې درکه شوې وې. د وزارت پوست ترلاسه کولو لپاره بايد کانديد وزير لږ تر لږه ۱۱۳ رايې ترلاسه کړې وې.
د تاييد شوو او رد شوو وزير ان و ليست په لاندې ډول دی:
تاييد شوي وزيران ناتاييد شوي وزيران
د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول
پلوشه حسن د ښځو د چارو کانديد وزيره
د اقتصاد وزارت کانديد عبدالهادي ارغندیوال
ډاکټر ثريا دليل د روغتيا وزارت ته کانديده
د حج او اوقافو وزارت کانديد ډاکټر يوسف نيازي
سوداګرۍ اوصنايع ته نومول شوې وزيرمحمد ظاهر وحيد
د عدليې وزير حبيب الله غالب
محمد بشير لعلي د فوايد عامې وزارت ته کانديد
امنه افضلي د کار او ټولنيز چارو وزارت
انجير عبدالرحيم د کډوالو د چارو وزارت ته کانديد
د تجارت وزارت کانديد محمد ظاهر وحيد
ارسلاجمال د قومونو او قبايلو وزارت کانديد
ضرار احمد مقبل د مخدره موادو سره د مبارز ې وزارت کانديد
سلطان حسين حصاري د ښاري پراختیا وزارت کانديد
انجينر عبدالقدوس حميدي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ کانديد وزير
د لوړو زده کړو کانديد وزير عصمت اللهي
جارالله منصوري د کليو د پراختيا وزارت
عبدالرحيم اوراز د ترانسپورت وزارت کانديد